Language

د لوړپوړو امریکايي ډیپلوماټانو یو پلاوی د سوریې له نوو چارواکو سره د خبرو لپاره دمشق ته تللی

زرنج (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د لوړپوړو ډیپلوماټانو یو پلاوی له څه باندې یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل په یوه رسمي سفر د سوریې له نوو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس نن (جمعه، د لېندۍ۳۰مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې د بایډن د دولت لوړپوړي ډیپلوماټان د «هیئت تحریر شام» (HTS) په مشرۍ د سوریې له نوو چارواکو سره د لیدنې په موخه نن دمشق ته تللي دي.

د سرچينې په خبره، دا د واشنګټن او سوريې د نوو واکمنانو ترمنځ لومړنۍ رسمي او حضوري لیدنه ده.

په راپور کې راغلي، په دغه پلاوي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله باربارا لیف او په عربي نړۍ کې د امریکا یو پخوانی ډیپلوماټ ډانیل روبینسټاین هم شامل دي چې د سوریې په چارو کې د تعامل مسوول ټاکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د یرغمل شوو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی راجر کارسټنز هم په دغو ډیپلوماټانو کې شامل دی او په ۲۰۱۲ کال کې د تښتول شوي امریکايي خبریال اسټین ټایس په ګډون د ورکو شوو امریکایانو په اړه د معلوماتو په لټه کې دی.

دغه سفر یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اعلان وکړ چې هېواد یې د «هیئت تحریر شام» له ډلې سره مستقیم په اړیکه کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.