Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایمرجنسي روغتون: افغانستان کې ترافیکي پېښې ۷۸،۵ سلنه ډېرې شوې

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۳۰۴): ایمرجنسي روغتون وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې ترافیکي پېښې پنځه برابره زیاتې شوې دي.

ایمرجنسي روغتون پرون په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د ۲۰۲۲ کال له مارچه بیا د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې د دغو پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره او ۵۲۰ ته لوړ شوی چې ۷۸ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه روغتون ویلي، د ۲۰۲۲ له مارچ میاشتې د ۲۰۲۴ تر اکټوبر پورې دغه پېښې تر ډېره له سړکه د موټرو د وتلو، چپه کېدو او یا هم د ټکر له امله شوې دي.

یاد روغتون زیاته کړې چې په غزني کې د کابل - کندهار پر لویه لار له وروستیو ترافیکو پېښو ۲۱ ټپیان په کابل کې دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د یادونې ده، د تېرې چهار شنبې په شپه د غزني ولایت د مرکز او اندړو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار دوه جلا ترافیکي پېښې وشوې چې د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، په دې پېښو کې ۴۴ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د مړو شمېر ۵۲ او د ټپیانو ۶۵ ښودلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.