Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوټریش: سوریه کې دې د اسرائیل بریدونه ژر تر ژره ودرېږي

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۳۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې د اسرائیل بریدونو پر ژر تر ژره درېدو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه د سوریي له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش پرون وویل چې په سوریه کې د اسرائیل هوايي بریدونه د هغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده او «باید ودرول شي.»

ګوټریش خبریالانو ته ویلي، د سوریې حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی باید په بشپړ ډول وساتل شي او هر ډول تېری باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د راپور له مخې، د م.م سرمنشي دغه راز په سوریه کې د واک پر سوله‌ییز لېږد او ټولګډون‌والي ټینګار کړی او پر نړۍوالې ټولنې یې غږ کړی چې د دغه هېواد د خلکو ملاتړ وکړي.

سرچینه وايي چې ګوټریش د مکسیکو اوسېدونکې کارلا کوینټانا په سوریه کې د نادرکه شوو کسانو برخه کې د څېړنیز انسټیټیوټ مشره ګومارلې او ویلي یې دي چې هغې او ډلې ته یې باید د څېړنو اجازه ورکړل شي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د نادرکه شوو کسانو په تړاو په هاګ کې د نړۍوال کمېسیون شمېرې ښیي چې په سوریه کې ۶۶ ډله‌ییز قبرونه شته او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، ۱۵۰ زره سوري وګړي نادرکه دي.

د یادونې ده، د ابومحمد جولاني په مشرۍ «هیئت تحریر شام» د لېندې په ۱۷مه د دمشق کنټرول ترلاسه کړ؛ بشار اسد چې له ۲۰۰۰ زېږدیز کال راهیسې یې د سوریې واکمني لاس کې وه، د حکومت په پرځېدو له دغه هېواده وتښتېد او اوس په روسیه کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.