Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سپینې ماڼۍ د پاکستان د بالسټیک توغندیو پر پروګرام نیوکه کړې

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د سپیڼې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال د پاکستان د بالسټیک توغندیو پر پروګرام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان اقداماتو ته د څرګندېدونکي ګواښ په سترګه ګوري.

امریکا غږ نن په یوه راپور کې ویلي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال جان فنډر د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۹) د پاکستان د لرې واټن ويشتونکو بالسټیک میزایلو پر پروګرام د انتقاد ترڅنګ ویلي: «سخته ده چې د پاکستان اقدامات د متحده ایالتونو پر وړاندې له څرګندېدونکي ګواښ پرته بل څه وبولو.»

نوموړي د نړۍوالې سولې په اړه د کارنګیګي انسټیټیوت کې ویلي‌، پاکستان په زیاتېدونکي ډول د میزایلو پېچلې ټکنالوجۍ ته وده ورکړې چې په کې «د لرې واټن ويشتونکو میزایلو له سیسټمه نیولې تر هغو تجهیزاتو چې د دغو میزایلو د موتورونو ازمایښت ممکن کوي» شامل دي.

سرچینې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، په اسلام‌اباد کې د «پاکستان د ملي پراختیا تاسیسات» چې د پاکستان د بالستیک میزایلو د پروګرام مسوول دی او د پر مخ بیولو لپاره یې د اجزاوو د تدارک برخه کې کار کوي، د هغو څلورو بنسټونو په ډله کې دي چې بندیزونه پرې لګول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د امریکا له دغه اعلانه څو ساعته وروسته پاکستان وویل چې دا «پرېکړه د تعصب پر اساس شوې او د تاسف وړ» ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا دغه اقدام به د سیمې او نړۍ د ستراتيژیک ثبات لپاره «خطرناک عواقب» ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه وزارت ویلي چې د پاکستان ستراتيژیک قابلیتونه په سوېلي اسیا کې د حاکمیت، سولې او ثبات د دفاع او حفاظت لپاره دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.