کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د وسلهوال پوځ لوی درستیز ویلي، «د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی» او د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.
د راپورونو له مخې، د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو زدهکړې وځنډول شوې، خو یوه ورځ وروسته ځینوسرچینو پژواک ته وویل چې یادو نجونو ته بېرته یوازې د وروستیو کلنیو ازموینو اجازه ورکړل شوې ده.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت تېره ورځ د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې په یوهسیمنار کې ویلي: «د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی.»
فطرت زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د نارینه او ښځینه ډاکټرانو اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي.
ور پسې د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان، ډاکټر محمد اسماعیل وردک هم ویلي، شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کېپه تېرو پينځو میاشتو کې د زړه ۵۸ پیچلي عملیات ترسره شوي دي چې د دې لپاره د پرمختللو طبي وسایلو او درملو چمتووالی پهمیلیونونو ډالر ارزښت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP