میدانښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ميدانوردګو په چک ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د چک ولسوالۍ د عربانو درې په بېداریو کلي د ګازډبې چاودنې یو ماشوم وژلی او د ښځو په ګډون اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، ټپيان د امنيتي کسانو او عامو خلکو په مرسته لومړی د چک ولسوالۍ روغتیايي مرکز او وروسته کابل ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا چې د ټپيانو روغتيايي وضيعت د اندېښنې وړ دی.
د اسرار د معلوماتو له مخې، دغه پېښه له ګازډبې سره د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګازډبې چاودنو له امله خلکو ته مرګژوبلې اوښتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP