کابل (پژواک، د مرغومۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): تېره اونۍ پر ا.ا د م.م د بندیزونو څار کمېټې ماموریت ۱۴ میاشتې وغځول شو، خو ا.ا دغه اقدام ظالمانه وباله، د روسیې پارلمان له کابل سره د اړیکو عادي کولو قانون تصویب کړ او اروپايي ټولنې، جاپان او سويډن له افغانستان سره څه باندې ۵۷ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د م.م له لوري پر ا.ا د بندیزونو د څار کمېټې د ماموریت غځېدل؛ ا.ا: د تحریمونو د دوام پرېکړه ظالمانه ده.
- د روسیې پارلمان له ا.ا سره د اړیکو د عادي کولو قانون تصویب کړ او ا.ا دغه کار مثبت ګام وباله.
- امریکا: افغانستان په انزوا کې دی؛ ا.ا: په انزوا کې نه یو، له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لرو.
- اروپايي ټولنې، جاپان او سويډن له افغانستان سره څه باندې ۵۷ میلیون ډالره مرسته کوي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
ځايي چارواکي وايي، د فاریاب په خانقا ولسوالۍ کې یوه ښځه او خاوند یې وژل شوي، دغه راز، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو کس خپله کوژدنه وژلې او په جوزجان کې بیا د یوه کلي ملک وژل شوی دی.
دغه راز، تېره اونۍ میدانوردګو کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شول.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
پر افغانستان د تحریمونو د دوام په اړه د ا.ا غبرګون
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار کمېټې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځاوه؛ دغه پرېکړهلیک د دې شورا د پنځلسو غړو په رايو سره تصويب شو.
د راپورونو له مخې، دا کمېټه په اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه څاري.
خو د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «موږ د تحریمونو د دوام دا پرېکړه ظالمانه بولو او محکوموو یې، په افغانستان د تحریمونو په دوام سره د افغانستان د خلکو حقونه ضایع کېږي، پخوا هم تحریمونو د فشار په توګه کومه نتیجه نه وه ورکړې؛ د ناکامو تجربو تکرارول منطقي کار نه دی او تاوان یې یوازې عام ولس ته رسېږي.»
هغه ویلي، دا پرېکړه د بشر حقوقو له داعیې سره هم په ټکر کې ده او اسلامي امارت غواړي چې د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو جهتونو سره اړيکې عادي کړي.
د روسيې له خوا د اړیکو عادي کولو د قانون تصویب او د ا.ا هرکلی
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د روسیې پارلمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کولو یو قانون تصویب کړ؛ دغه تصویب شوی قانون د روسیې سترې محکمې ته اجازه ورکوي چې د مسکو له لوري په تور نوملړ کې د شاملو ډلو بندیزونه وځنډوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: «دا موږ یو مثبت ګام بولو او د افغانستان او روسیې فدراسیون د اړیکو په پراختیا کې به مثبت ګام وي؛ نور هېوادونه هم باید ورته اقدام وکړي او اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي.»
ا.ا: افغانستان په انزوا کې نه دی
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په سوریه کې له تحریر شام غوښتي چې په حکومتي اډانه کې بېلابېلو ډلو ته د ځای ورکولو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.
بلېنکن د سوریې پر نوو واکمنو غږ کړی چې په افغانستان کې «د طالبانو واکمني دې له نړۍوال ګوښيتوبه (انزوا) درس زده کړي.»
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د بلېنکن څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان په انزوا کې نه دی او دا مهال له ګڼو هېوادنو سره سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکي اړيکې لري.
ده زیاته کړې: «په بېلابېلو هېوادونو کې فعاله سیاسي استازولي لرو، دغه راز د نړۍ له مهمو هېوادونو سره مو پلاوي تبادله شوي دي، اسلامي امارت د دوحې تړون کې چې کوم تعهدات درلودل، هغه واضح دي او ټولو ته ژمن پاتې دی. په دې تعهداتو کې داسې څه نه وو چې نورو ته زموږ په داخلي چارو کې د مداخلې لاره پیدا شي.»
فطرت ویلي، په افغانستان کې وروستي بدلونونه د اسلامي شریعت په رڼا کې رامنخته شوي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د مرستو دوام
تېره اونۍ، چاپان له افغانستان سره د بشردوستانه او لومړنيو بشري اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۷.۵ میلیونه امریکایي ډالر، اروپایي ټولنې په افغانستان کې د پایداره اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو په موخه ۱۹،۸ میلیونه یورو او سویډن افغانستان کې د بشري مرستو په موخه نهه میلیونه امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP