Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د اوړو او سرو زور بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): نن د کابل ښار په بازارونو کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ‎د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۵۰ نه ۱۴۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادو توکو د وارداتو ډېرېدو له امله یې بیې د کابل ښار په بازارونو کې ټیټې شوې دي.

خو د سرچینې په وینا، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ‎۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزل تیلو بیه ۵۹ افغانۍ ده.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمد‌شریف وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د‎ یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۹۰۰ څخه ۴۸۵۰ افغانیو ‎او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۹۰۰ څخه ۳۸۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۴مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.