سرپل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د سرپل د لږ تر لږه څلورو ولسوالیو د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي او ضعیفوالي ته اندېښمن دي او وايي چې د اړیکې نیولو لپاره اړ دي غونډیو ته وخېژي.
د سرپل د الجهاد، البدري، الفتح او بلخاب ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته غواړي څو د مخابراتي انتنونو په لګولو یاده ستونزه حل کړي، خو پژواک خبري اژانس ته مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په لرو پرتو او غرنیو سیمو کې یوازې ۱۵ سلنه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د هغوی د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د سرپل د الجهاد ولسوالۍ اوسېدونکی فیضمحمد وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه نشته او له خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اړیکې نیولو لپاره اړ یو چې یو ساعت مزل وکړو او د غره سر ته وخېژو.»
هغه زیاتوي، په اوسني وخت کې چې مخابراتي خدمتونو نړۍ پر یوه کلي بدله کړې، د سرپل د لرو پرتو سیمو خلک اوس هم له دغو اسانتیاوو بېبرخې دي.
د البدر ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: «زموږ سیمه غرنۍ ده او له مرکز سرپل څخه ډېر واټن لري، دلته مخابراتي شبکې فعالې نهدي، مګر دا چې د غره څوکو ته وخېژو.»
هغه ټینګار کوي چې ځايي خلک مخابراتي خدمتونو ته سخته اړتیا لري؛ ځکه دغه خدمتونو د ورځنیو ستونزو د ژر هواري لپاره ډېر مهم او اړین دي.
نوموړي له حکومته وغوښتل څو د دوی په سیمه کې د مخابراتي انتنونو درولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی حسین وايي: «که څه هم د ولسوالۍ په مرکز کې مخابراتي انتنونه کار کوي، خو په لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او موږ د ټیلېفوني اړیکې ټینګولو لپاره لوړو څوکو ته خیژو او خپله ستونزه هواروو.»
هغه هم له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي انتنونو شمېر ډېر کړي.
د الفتح ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله غرنیو سیمو کې د طبیعي پېښو رامنځته کېدو ته په اشاره وايي چې مخابراتي خدمتونو ته اسانه لاسرسی کولای شي په لنډ وخت کې له لویو زیانونو مخنیوی وکړي او مخابراتي شرکتونه باید وهڅول شي څو په لرو پرتو سیمو کې خپل سایټونه فعال کړي.
د سرپل والي ویاند مولوي حبیبالله مسرور وايي چې د سرپل ۸۵ سلنه خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري او یوازې د لرو پرتو او غرنیو سیمو ۱۵ سلنه خلک په دې برخه کې له ستونزې سره مخ دي.
هغه زیاته کړه چې د سرپل د مخابراتو ریاست د خلکو ستونزې راټولې کړې او د راتلونکي کال لپاره د مخابراتي شرکتونو د نهو پایو د نصبولو پروګرام په پلان کې لري.
ځايي مسوولین هیلهمن دي چې د یادو اقدماتو په ترسره کېدو د سرپل د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وکولای شي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او له ګټو یې برخمن شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP