لښکرګاه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي مرسته څه باندې سل زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.
د هلمند د کرنې، ابولګولو او مالداري ریاست د حیواني روغتیا برخې مدیر محمداسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مرسته څه باندې زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده چې بېلابېل ډول څارویو ته به ۷۰ زره دوزه د طاعون، ۱۲ زره دوزه د لمپيسکین او ۲۰ دوزه د تبک ناروغیو واکسین تطبیق شي.
هغه وویل، دا واکسین به د حیواني ناروغیو د متخصصینو له لوري تطبیق شي چې ټول لګښت یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان (UPO) له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «د یاد واکسین په تطبیق سره به د ساري ناروغیو له امله د څارویو تلف کېدو مخه ونیول شي.»
د هغه په خبره، دغه واکسین به د هلمند د مرکز په ګډون په لس ولسوالیو کې تطبیق شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP