کابل (پژوک، د مرغومې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، کابل ښار کې د ۴۰ موټرو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مسافرو خوندیتوب او موټرو معیاري کولو په موخه په تېره اونۍ کې د کابل ښار په ترانسپورټي اډو او ترمینلونو کې د ۵۷۹ موټرو تخنيکي کنټرول ترسره شو چې د ۴۰ موټرو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو او او د ۴۸ موټرو تخنیکي اصلاح وشوه.
یاد وزارت لیکلي، دغه راز په ترمینلونو کې ترانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP