Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د سره‌رود ولسوالۍ په خیراباد سیمه کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونو او د ترافیکو مدیریت منسوبینو ځانونه رسولي، پېښه یې څېړلې او ټپیان یې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لېږدولي او جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتياطي او ګړندی تګ په ګوته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې په غزني کې ولایت کې د دوو ترافیکو پېښو له امله شاوخوا ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.