Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې ۱۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې وسله‌والو پر يوې امنیتې پوستې بريد کړی چې له امله یې ۱۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د جیونیوز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ویلي چې وړمه شپه، وسله‌والو د خیبرپښتونخوا سوېلي وزیرستان په مکین سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په متقابلو ډزو کې اته وسله‌وال هم وژل شوي او په سيمه کې چاڼيز عملیات پيل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان لومړي‌وزیر شهباز شريف دغه بريد غندلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.