Language

کابل کې د جمناستیک ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوې سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): کابل کې نن له اتلسو ولایتونو څخه د سلو لوبغاړو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ پیل شوې چې موخه ورڅخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.

په کابل کې نن د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري له اتلسو ولایتونو څخه د سلو لوبغاړو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي او موخه ورڅخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.

په دغو سیالیو کې د کابل، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، زابل، هرات، غزني، بلخ، غور، کندوز، هلمند، کندهار، بغلان، بامیان، تخار، جوزجان او میدان‌وردګ ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.

د جمناستیک ملي فدراسیون مسلکي مرستیال او د ملي لوبډلې روزنکي محمدفهیم قیومي د یادو سیالیو د پیل مراسمو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان د جمناستیک ملي لوبډلې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ نن پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.

نوموړی وویل، د دغو سیالیو له ترسره کولو یې موخه د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د نوموړي په خبره، د یادو سیالیو په پای کې به ۱۸ غوره ورزشکاران د هېواد ملي لوبډلې ته جذب شي.

ورته مهال، د یادو سیالیو ګډونوال محمدوحید اکبري وویل، د داسې سیالیو ترسره کول د دوی لپاره مهم دي او زیاته یې کړه چې بشپړ چمتووالی یې ورته نیولی دی.

هغه وویل، هیله لري چې په دې سیالیو کې ښه وځلیږي او ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې جمناستیک ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي څو دغه ورزش د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسېږي.

د یادونې ده، د جمناستیک ملي فدراسیون په ۱۳۶۴ کال کې د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست په چوکاټ کې رامنځته شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.