کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۴،۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کمپاین نن پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولایتونو کې ترسره کېږي.
خبرپاڼه کاږي، دغه کمپاین کې به شاوخوا ۴،۸ میلیون له پنځو کلونو کمعمره ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي، یاد وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.
د یادونې ده، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې لېندۍ میاشتې په پنځمه هم د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین ترسره شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP