Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صفدر؛ هغه ۸۰ کلن سپین‌ږیری چې د ۱۴ کسیزې کورنۍ د نفقې مسوولیت یې پر غاړه دی

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): اتیا کلن صفدر چې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې لاسي کراچۍ چلوي څو د خلکو بار انتقال کړي او له دې لارې د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ نفقه تامینوي، د ژوند له کړاو او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

صفدر د کابل ښار د بي‌بي مهرو سیمې اوسېدونکی دی، هغه هره ورځ له خپلې لاسي کراچۍ سره په ده افغانانو سیمه کې د خلکو بار انتقالوي څو له دې لارې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره یو څه پیسې لاسته راوړي.

د ژمي په سړه هوا کې د سړک پر سر کار کول اتیا کلن صفدر ته ستونزمن دي، خو روزګار هغه مجبور کړی څو هره ورځ له ستړیا پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

صفدر وایي، که پر افغانستان د شوروي د اشغال پرمهال دوه ځوان زامن یې له لاسه نه وای ورکړي، نن به مجبور نه و چې د خپلې کورنۍ د اعاشې لپاره پر واټونو کار وکړي.

هغه چې سترګې یې له اوښکو ډلې وې، ویې ویل: «دوه زامن مې د شورويانو په وخت کې شهیدان شول، د کور نفقه راوړونکی زه یم، یو زوم مې درلود چې هغه هم رواني تکلیف پیدا کړ، د هغه ماشومان دي، دوه دوی خپله چې اته کسان کېږي او له خپلو لورګانو سره ۱۴ کسه یو.»

دغه سپین‌ږیری چې د ورځې شاوخوا دوه سوه افغانۍ عاید لري، وایي: «د ورځې همدومره کېږي چې ۲۰ یا ۱۵ ازبکي ډوډوۍ کورته یوسم نور نو له ما څه نه کېږي.»

صفدر زیاته کړه: «د خدای دربار ته حیران وم او ویل به مې چې خدایه دا ژمی به څنګه تېروم، یوه ورځ یو مسلمان پیدا شو پنځه زره افغانۍ یې راکړې ژر لاړم لرګي او ذغال مې واخیستل.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له حکومته څه غواړي؟ وویل: «زما غوښتنه به له حکومته څه وي، ارامي دې وي، امنیت دې وي، که څه را ته را ورسېده شکر وباسم او که ونه رسېده، صبر کوم.»

خو د صفدر ملګري له حکومته غواړي چې له صفدر سره مرسته وکړي.

رومان چې د کابل ښار په بي‌بي مهرو سیمه کې په یوه سرای کې د کراچیو د ساتنې مسوولیت لري، وايي: «صفدر کاکا ډېر ښه سړی دی، که کار وکړي پیسې راکوي، که پیسې ولري ترې اخلم یې او که ویې نه لري نه یې ترې اخلم.»

ورته مهال، یو دوکاندار نادر اکبري وایي: «کاکا صفدر بې‌وزله دی، بې‌چاره دی، که نه په دغه عمر کې څوک کار کوي، حکومت دې له دغسې کسانو سره مرسته وکړي.»

صفدر چې ماښام له کار څخه د کور په لور روان و، سترګې یې د مېوو په کراچیو ولګیدې، خو جېب یې خالي و، وس یې نه درلود چې خپلو لمسیانو ته يې واخلي.

کله چې کور ته ورسېد، خپلو لمسیانو ته چې ده ته یې دروازه پرانیسته وویل: «نن مې څه نه دي راوړي، بیا سبا درته حتماً یو څه راوړم.»

د صفدر کیسه، د یو کس کیسه نه ده، بلکې دا د یوه ښار کیسه ده چې د صفدر په څېر یې زرګونه کسان یې په خپل زړه کې پټ ساتلي؛ هغه کسان چې د ژوند سختیو راګیر کړي خو تسلیم شوي نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.