کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ ویلي، دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد هېواد شاهي حکومت د افغانانو لپاره د ټولو خدمتونو وړاندې کولو د تمایل له مخې، پرېکړه کړې چې د دغه هېواد استازولي په کابل کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل نن په یوه غږیز پیغام کې کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو هرکلی کړی.
هغه ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په ټولو چارو کې همکار وي او د هغوی خوندیتوب ته به ډېره پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې، کابل کې د سعودي عربستان سفارت بیا پرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او دغه راز به په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او په ښه ډول به هغوی ته تسهیلات برابر شي.
دا په داسې حال ده چې له دې مخکې هم یو شمېر هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیستي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP