Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندز کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو او هلمند کې د څو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کندز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو او هلمند کې د څه باندې ۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د څو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل، د ۴۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۳۹۵۵ مترو په اوږدوالي پايپ غځول، د ۱۹۴ شیردهنونو او ۳۴ سولر تختو نښلول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د د دغې ولسوالۍ ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه‌راز د یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

خبرپاڼه کاږي، په دغو پروژو کې د ۱۸۲۴۴ مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو هوارول، جغل اچول او جوړول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو پروژو د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.