Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

کابل (پژواک، ۴ مرغومې ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر بې‌مسوولیته خبرې ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د هغه نا خبري بولي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ په خبرو کې ويلي چې سلطان محمود غزنوي هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ او راتګ کاوه او ګواکي خواجه آصف سلطان محمود غزنوي کوم قهرمان نه مني.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ا.ا د خواجه آصف دغه بې مسئولیته خبرې په کلکه ردوي اودا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي.

ده لیکلي: «تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د نجات او آزادۍلپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمة الله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی. داچې د پاکستان د دفاع وزیر په کچهاشخاص دومره له حقائقو څخه ناخبره وي د تأسف ځای دی

فطرت زیاته کړې: «یو پاکستانی مسئول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدې هېوادپه دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی

د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي، سلطان محمود غزنوي د سیمې د ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د خپل ایمانيمسؤليت له مخې همکاري او همدردي درلوده او د هغوی د سر او مال څخه دفاع یې خپل فرض ګڼل، هغه څه چې نن یې خواجه آصف اوورته نور خلک هيڅ تصور هم نشي کولای.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.