کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): د کورنيو چارو سرپرست وزیر، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق او ورسره پلاوی تېر ماښام کابل ته راغی. هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته او اړیکې لا پیاوړې شي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني له محمدصادق سره کتلي او دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبري کړې دي.
محمد صادق ویلي: «موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»
د کورنيو چارو وزارت ليکي، د یاد وزارت سرپرست د دواړو ګاونډیو ولسونو د دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو یادونه وکړه.
حقاني ویلي: «اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اړیکو د لا ښه کولو لپاره د همکارۍ او تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP