خوست ښار (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): خوست ښار کې د څه باندې ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت دوې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې چې د خوست ښار په لومړی او درېيمه ناحيو کې پلې شوې، د دوه کيلومتره سړکونو او ۲۱۰۰ متره ويالو جوړول شامل دي.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې چې لګښت يې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکړل شوی.
نوموړي وويل دا پروژې به د ښاريانو د ستونزو د حل ترڅنګ د ښاري پراختيا په برخه کې هم ګټورې تمامې شي.
هغه وويل: «زموږ د ۱۴۰۳ کال له پلاني پروژو نن دوې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې یوه پروژه د سړک اساسي جوړول و چې دوه کیلو متره سړک راځي چې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او دویم د ۲۱۰۰ متره لښتیو اساسي جوړول و چې ۲۱.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی.»
بل لور ته، د دغه ولایت یو شمېر اوسیدونکي د دغو پروژو پر پلې کېدو خوښي څرګندوي.
د خوست اوسیدونکی نورګل وايي، پخوا دغه سړک خامه و چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
دی وايي: «دې سړک ډېر خوند وکړ دا ابادي ده خدای دې وکړې چې نور هم جوړ شي بازار ښکلا ورسره پیدا کوي. رش او خاورې له منځه ځي، پخوا خاورې او خټې ډېرې وې چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.»
د دغه ولایت بل اوسېدونکي واحد پژواک اژانس ته وويل، دا ډول پروژې ښار ته ښکلا ورکوي او له حکومته یې وغوښتل چې د ښار ځينې نورې ویجاړې برخې هم ورغوي.
هغه وايي: «د سړکونو جوړول د وطن ښکلا ده، په دې لاره به راتلم چې کله به باران و خټې او اوبه به وې خلکو تګ راتګ نه شو کولی موټر او رش به زیات و. له ښاروالۍ مننه چې دا ډول پروژې ترسره کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ښاروالي پلان لري، په روان کال کې په ښار کې شاوخوا ۳۲ رغنیزې پروژې پلې کې کړي او دا مهال ۲۰ لویې او وړې پروژې تر کار لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP