کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده.
رویټرز اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د کښتۍ دوه کارکوونکي نادرک دي او د ۱۶ کارکوونکو په ګډون یې ۳۰ کسان ژغورل شوي او اسپانیا ته لېږدول شوي دي.
یاده کښتۍ په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې جوړه شوې وه او د «ابورونلوجستیکا» شرکت له لوري اداره کېده؛ هغه شرکت چې د روسیې د نظامي تجهیزات جوړولو عملیاتو یوه برخه ده.
د روسیې دولتي اژانس په اسپانیا کې د دغه هېواد د سفارت له قوله ویلي چې د یادې کښتۍ د ډوبېدو لاملونو په اړه څېړنه کوي او له اسپانیايي چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د اسپانیا د سمندري ژغورنې ډلې ویلي چې د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې یاده کښتۍ له المیرا سواحلو ۵۷ مایله لرې وه، د خطر یو سیګنال یې ترلاسه کړی دی.
د یادې کښتې په ماشینخانه کې د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP