Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه له لوري د پوهنتونونو استادانو ته اعاشه او د استوګنې ځای منطور شو

کابل (پژواک، ۵ مرغومې ۱۴۰۳): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د پوهنتونونو هغو استادانو ته چې په ولایتونو کې په تدریس بوخت او مسافر دي، اعاشه او د استوګنې ځای منظور شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاوالله هاشمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د خاص شفقت او حکم له مخې د لوړو زده‌کړو اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان، چې په بېلابېلو ولایتونو کې دهېواد د بچیانو د تدریس چارې پر مخ وړي، او مسافر دي، د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظوره شوه.»

ده لیکلي، د دغه حکم پر بنسټ، لوړو زده‌کړو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د یادو استادانو لپاره د اوسیدو ځای او د اعاشوي موادو چمتو کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، د لوړو زده‌کړو وزارت  د یاد ځانګړي حکم د تطبیق په برخه کې ژمن دی او په نږدې راتلونکې کې به یې په اړه اړین اقدمات ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.