کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۳): اسلامي امارت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ مې کالیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د یاد یرغل په مقابل کې د افغانانو مېړانه او سرښندنې ستایلې دي.
نن پنجشنبه د مرغومي میاشتې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۵مې کالیزې سره برابره ده.
د همدې ورځې په مناسبت د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد پر اېکسپاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «له نن څخه ۴۵ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د جدې میاشتې په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو څو تنو لاسپوڅو په ملتیا پر افغانستان تېری وکړ.»
اعلامیه کې ویل شوي، دا هغه وخت و چې د افغانانو دين، ازادي، ابادي او ټولنیز امنیت له جدي خطر او تهدید سره مخ شول.
په اعلامیه کې راغلي: «الحمدلله چې افغان مېړني ولس د دغه تجاوز پر وړاندې کرار نه کيناستی؛ بلکې په یوه غږ، اتحاد او زړورتوب سره د سرو لښکرو پر وړاندې ودریدل او د جهاد په لاره کې له خپل سر، مال او هرڅه څخه تېر شول، د افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو او جهادي ستومانیو په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره نهه کاله وروسته داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماتې وخوړه او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتښتیدل.»
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، دا جریان ثابتوي چې افغانان په خپل دین مئین خلک دي، خپلواکي ورته ارزښت لري او د خپلې عقیدې په دفاع کې له هر څه څخه تېر دي.
اسلامي امارت دغه اعلامیه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل غندنه کړې او پر وړاندې یې د افغانانو جهاد او سرښندنه ستایلې ده.
د یادونې ده، د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد عسکرو پر افغانستان یرغل وکړ چې له نهه کلن حضور وروسته یې د افغانانو په لاس ماتې وخوړه او له افغانستانه ووتل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP