Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي ‌امارت افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ ورکوي

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۳۰۴): د ریاست‌الورزاء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي‌ امارت په افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ ورکوي او په خبره یې چې پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول هم ګټه نه‌ لري، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي سبب کېږي.

د ریاست‌الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ کال د محصلانو په فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال ويلي، اسلامي‌امارت له افغانانو څخه په دفاع کې هیڅ ډول ځنډ نه ‌کوي او نه هم افغان حکومت د کوم لوري فرمایشونو ته غاړه ږدي.

نوموړي دغه راز ویلي: «اسلامي‌ امارت په خپله خاوره کې وسله‌والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ ورکوي او پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول نه يوازې ګټه نه لري، بلکې د اړيکو د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب کېږي.»

هغه زیاته کړې، کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډګر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري او اسلامي‌امارت د تحصيلي بنسټونو فعالیت ته اړينې اسانتياوې چمتو کړې او دا ځوانان دا مهال د عصري زده‌کړو تر څنګ پر ديني روحيه روزل کېږي.

سیاسي مرستیال ویلي، د هېواد تحصیلي نظام د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د كوم لوري تر تاثير لاندې نه ‌دی.

د یادونې ده چې مولوي عبدالکبیر دوه ورځې مخکې په پکتیکا ولایت کې یوې غونډې ته ویلي وو، اسلامي‌ امارت هېواد کې د فقر کچې را ټیټولو لپاره هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا پیاوړی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.