غزنيښار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل، د غزني ښار په لومړۍ ناحیه یو سړک او یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دی وایي چې د دغه سړک او دېوال پر جوړولو ۱۶ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) موسسې له لوري ورکول شوی دی.
د نوموړي په خبره: «استنادي دېوال په عليلالا سیمه کې موقعیت لري چې اوږدوالی ۶۳۷ متره، جګوالی یې ۳ متره او سور یې یونیم متر دی، ترڅنګ یې د ملکي روغتون سړک چې اوږدوالي یې ۴۰۰ سوه متره او سور یې ۶ متره دی، دواړه د دوه نیمو میاشتو په موده کې جوړ شول.»
هغه وايي چې په دې پروژو کې د ورځې سلو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
دغه راز، د عليلالا سیمې یوه قومي مشر عبدالحلیم پژواک ته وویل چې د ورښتونو پر مهال په دې سیمه کې سېلابونه راوتل او خلکو ته یې زیانونه اړول.
هغه وايي چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره به تر ډېره د سېلابونو د زیان مخه ونیول شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي ملاتړ په غزني کې یو شمېر پروژې پلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP