کابل (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۳): په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ۶۰ غیرنظامي ملاتړي له دوو تر لسو کلونو په حبس محکوم کړي.
د تیر ۲۰۲۳ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د عمران خان نیول په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو د لاریونونو لامل شول چې په ترڅ کې یې ځینو مظاهرهچیانو پر پوځي تاسیساتو هم بریدونه وکړل.
د امریکا غږ د راپور له مخې، په پاکستان کې یوې نظامي محکمې په نظامي تاسیساتو باندې د بریدونو په تړاو ۶۰ ملکي وګړي، چې ډیری یې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان دي، له دوو تر لسو کلونو بند محکوم کړل او په بند د محکوم شوو کسانو په ډله کې د عمران خان یو خپلوان او دوه متقاعد پوځي افسران هم شامل دي.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم د پاکستان یوې پوځي محکمې په ورته تورونو د عمران خان ۲۵ پلویان په بند محکوم کړي وو.
د عمران خان پلویانو د هر ډول خلاف کار تورونه رد کړي او خان خپله هم ادعا کړې چې د هغه خلاف مقدمې سیاسي انګیزه لري خو د پاکستان پوځي او ملکي حکومت له هغه او پلویانو سره یې هر ډول غیرعادلانه چلند رد کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP