Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ارگ: اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې ساتنې مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري او اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته نن په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

خبرپاڼه کاږي، په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یو شمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو د بحث ترڅنګ د اجنډا له مخې په ورسپارل شوو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.

د خبرپاڼې په حواله، د سیاسي کمېسیون په نننۍ ناسته کې ټینګار وشو چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او ټینګار وشو چې په سیمه کې دې د داسې اقداماتو مخنیوی وشي چې کړکېچ زیاتوي او ثبات له منځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ویلي چې د یاد برید په غبرګون کې یې د خوست او پکتیا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې هغې غاړې ته پر ځینو مرکزونو بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.