کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مراکش په سواحلو کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسان مړه شوي دي.
سياېناېن راپور ورکړی چې یاده کښتۍ د افریقا له لوېدیځ څخه د اسپانیا قناري جزایرو په لور روانه وه چې ډوبه شوې ده.
د راپور له مخې چې په یاده کښتۍ کې ۸۰ کډوال سپاره وو چې له ډلې یې ۱۱ تنه ژغورل شوي دي.
د مالي هېواد چارواکو اعلان کړی چې مړه شوي کډوال احتمالاً د افریقا د لوېدیځ هېوادونو څخه وو او د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي.
یاده پېښه داسې مهال شوې چې د افریقا د لوېدیځ له سواحلو د اسپانیا تر قناري جزایرو د اتلانتیک لار، د کډوالۍ د ډېرېدو له امله په نړۍ کې د کډوالۍ پر یوه مرګوني لار بدله شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پنځه زره کسان قناري جزایرو ته د رسېدو لپاره مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP