Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر ډیورنډ کرښه نښتې؛ «ګڼو پاکستاني ځواکونو او پنځو ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې»

ګردېز (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): پکتیا کې باوري سرچینې وايي، د تېرې شپې په نښتو کې پاکستاني لوري ته «ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې» او د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې هم درېیو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي. د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي وو چې دغه برید بې‌ځوابه نه پرېږدي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي نن د جزئیاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د هېواد د سوېل‌ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت‌کوونکو پټنځايونه او مرکزونه انتقاماً تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.»

خو طلوع نیوز د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې په یادو نښتو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې یوې باوري حکومتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته هم وویل چې په یادو بریدونو کې پاکستاني لوري ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه وایي: «تلفات دوی (پاکستاني لوري) ته ډېر اوښتي، خو کره معلومات یې نه کېږي، دقیق معلومات موږ تر اوسه نه دي راجمع کړي.»

سرچينه زياتوي چې د ډنډپټان په شپولې سیمه کې د پاکستان له لوري په توغول شوو هاوانونو کې «درې کوچیان شهیدان شوي او دوه ټپیان دي.»

دغه راز، د ډنډپټان ولسوالۍ يوه قومي مشر مامور پژواک ته وويل چې یاده نښته د شپې شاوخوا يوه بجه     پيل شوه او تر سهاره یې دوام درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.