Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوېلي کوریا کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۲ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، په دې الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره وو او د ټایلند له پلازمېنې بنګکاک څخه د سوېلي کوریا د موان هوایي ډګر ته روانه وه.

راپور کې راغلی چې لومړی د یادې الوتکې ماشینونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه خو مخکې له دې چې ناسته وکړي ټولې الوتکې اور اخیستی و.

راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ښایي د تلفاتو شمېر ډېر شي.

د سوېلي کوریا سرپرست ولسمشر چوی سانګ - موک د مسافرو ژغورولو لپاره له ټولو امکاناتو د کار اخیستو امر کړی او د ژغورنې عملیاتو په هکله د بحث لپاره یې د کابینې عاجله غونډه وربللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.