Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د بندرلنګه د انتظامي اطلاعاتو رییس په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هرمزګان ولایت په بندرلنګه ولسوالۍ کې د یوه برید له امله د دغه ولسوالۍ د انتظامي اطلاعاتو رییس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د تسنیم اژانس د راپور له مخې، د بندرلنګه قوماندان فواد مرادزاده ویلي چې یاد «ځانمرګی برید» تېر مازیګر د پولیسو مرکز ته څېرمه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد برید کې لومړی دوه کسان ټپيان شول خو د بندرلنګه د انتظامي اطلاعاتو رییس، مجتبی شهیدي تختي په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

تر اوسه د یاد برید مسوولیت کوم کس یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.