کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک لومړی مرستیال وايي، په بانکي سکټور کې غیرشرعي معاملې ختمې شوې او اوسمهال ټول بانکي معاملات د حنفي فقهې په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد یادې څرګندونې د دغه بانک د کارکوونکو لپاره د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنې له لوري د روزنیز ورکشاپ د پیل مراسمو کې وکړې.
خالد ویلي، د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او غواړي د اسلامي بانکولۍ برخه کې له نړۍوالو تجربو ګټه واخلي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان بانک په بانکي سکټور کې غیرشرعي معاملې ختمې کړې او د یوه بشپړ اسلامي بانکي نظام جوړولو ته ژمن دی.
نوموړی دغه راز وایي چې اوسمهال ټول بانکي معاملات د حنفي فقهې په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي.
دی زیاتوي، د مرکزي بانکولۍ بشپړ اسلامي کېدل یو اوږدمهاله بهیر دی چې پرلهپسې هڅو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې د نړۍوالو اسلامي هېوادونو تجربې په دې برخه کې د پرمختګ اسانتیا برابروي.
خبرپاڼه کاږي، د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنې له استازو سره ځانګړې لیدنه هم وکړه.
هغه په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان بانک غواړي له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او د اسلامي بانکولۍ د پراختیا برخه کې د هغوی له تجربو ګټه پورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP