ترینکوټ (پژواک، ۱۰ مرغومې ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، اروزګان ولایت کې د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوه.
د اروزګان ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال ملا فتحخان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) او د افغان روغتیایي او پرمختیایي موسسې د ۵۸۰ زره ډالرو په مالي مرسته، د دغه ولایت له ۶۴ روغتیایي مرکزونوسره د ۱۳۳ قلمه طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.
اروزګان کې د افغان روغتیایي او پرمختیایي (AHDS) موسسې مسوول ډاکتر رحیمالدین نورزاد هم وایي، مرسته شوي درمل او وسایل به ډېر ژر روغتیایي مرکزونو ته انتقال شي.
هغه زیاته کړه، په طبي وسایلو کې د عملیات خونې وسایل، د زېږون چپرکټونه، د بستر چپرکټونه، د فزیوتراپي وسایل، د لومړنیو روغتیاييمرستو کېټونه، د واکسین یخچالونه او اداري وسایل شامل دي چې د دغه ولایت د ډېرو روغتیايي مرکزونو ستونزې به ورسره حل شي.
همدارنګه نوموړي وویل، د دې سره به هم مهاله د اروزګان په چنارتو او خاص اروزګان ولسوالیو کې جراحي خدمات هم پیل شي.
د یادولو ده چې څو ورځې مخکې د چنارتو او خاص اروزګان ولسوالیو (CHC) روغتیایي مرکزونو (سيایچسيپلس) ته ارتقا وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP