Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه پرانیستل شوه

پل‌علم (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ویاند صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسولو دغه شبکه د محمداغې ولسوالۍ په دهمنکه کلي کې جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د یادې شبکې پر جوړولو ۱۲،۵ میلیون افغانۍ لګښت شوی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري ورکول شوی دی.

د نوموړي په خبره: «دغې شبکې ته یوه ۸۰ متره ژوره څاه کيندل شوې، ۳۰ تختې سولرونه ورته نصب شوي، د اوبو دوه لویې ذخېرې ورته جوړې شوې، کورونو ته ۲۱ زره متره پایپ غځول شوی او همدارنګه ۳۶۱ د اوبو نلکۍ ورته جوړې شوې دي.»

د ده په خبره، د یادې شبکې په جوړېدو سره د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار دهمنکې کلي شاوخوا ۶۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د یاد کلي یوه اوسېدونکي احمدجاوېد پژواک ته وویل، خوښ دی چې په سیمه کې د اوبو شبکه جوړه شوه.

هغه زیاته کړه چې له دې مخکې د یادې سیمې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي لګښت په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یو شمېر شبکې جوړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.