Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د ۱۰۰ کلونو په عمر مړ شو

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر، تېره ورځ د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ.

د راپورونو له مخې، کارتر تېره ورځ په خپل کور کې مړ شوی دی.

کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ډيموکراټ ګوند د نوماند په توګه واک ته ورسېد او تر ۱۹۸۱ پورې يې يوه دوره د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه.

هغه د جورجیا ایالت د والي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.