لښکرګاه (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته یې اوس د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیل کړي دي.
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رییس ملا امانالله شبیر له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د دغه ولایت د لرې پرتو ولسوالیو د خلکو د مخابراتي ستونزو په اړه د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته یې په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر مخابراتي شبکو له لوري خدمات پیل کړي دي.
هغه وویل: «موږ د بغنۍ، باغران، واشېر، نوزاد، بهرامچه، خانشین، دېشو او ګرمسېر ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې د تلیفوني شبکو سایټونه فعال کړي او اوس مو هم عملاً په ټولو ولسوالیو کې د تلیفوني شبکو سايټونو باندي کار روان کړی دی، د ځینو نیم کارونه بشپړ شوي، دغه خپله د مخابراتو وزارت یو پروژه ده چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلې کېږي څو په ټول هلمند کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه معیاري شي.»
نوموړي دغه راز وویل، روان کال یې د نوو سایتونو شمېر ۷۰ ته رسېږي چې د ډېرو یې کارونه بشپړ شوي او د ځینو چارې لا هم روانې دي.
هغه زیاته کړه: «۳۰ سایټونه د سلام شبکې، ۳۰ سایټونه د افغان بیسم او ۸ سایټونه د اتصالات مخابراتي شبکي دي چې په فعالیت به پیل وکړي او بله ښه خبره دا ده چې د سلام مخابراتي شبکي انټرنېټي خدمات هم په شلو سیاټونو کې 4G ته لوړ شوي، په را روان کال کې به دغه خدمات ټولو ولسوالیو ته وغځيږي.»
په داسي حال ده چې اوسمهال په دغه ولایت کې د سلام په نوم د دولتي مخابراتي شرکت په ګډون څلور نورې خصوصي مخابراتې شبکې هم فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP