جلالاباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۹۰ ميليون افغانيو په لګښت ۲۵ کیلومتره سړک جوړ شو.
مسوولین وايي، ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې دې سیمې سړک نه درلود او په يونیم کال کې دغه سړک نوی رامنځته شو چې خام جوړ شوی او په راتلونکي کې به يې د اساسي جوړولو چارې هم پيل شي.
د هسکې مېنې ولسوال لعل حاتم قرار وايي چې دغه سړک د دې ولسوالۍ په کڅو سیمه کې د ۹۰ ميليون افغانيو په لګښت د دولت له بودجې جوړ شوی دی.
د ولسوال په وينا، یاد سړک د اوغز له سیمې پيل شوی چې له اتو تر لس مترو پلنوالی لري او د غره په ډډه کې تېر شوی دی.
قرار زیاتوي چې دې سيمې ته د حکومت له لوري يو مخابراتي انتن او د اوغز شيخ کلا سړک هم منظور شوی چې ډېر ژر به يې د جوړولو چارې پيل شي.
د سيمې خلک خوښي ښيي چې د سړک په جوړېدو سره يې د ناروغانو لېږدونې او نورې ترانسپورټي ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.
د کڅو سیمې يو اوسېدونکی عبدالرحيم وايي چې د دغه سړک په جوړېدو سره يې ستونزې تر ډېره حل شوې خو باید په راتلونکي کې په اساسي ډول جوړ شي.
دی وايي، ياده سیمه د ژوند له ډېرو لومړنيو اسانتياو بېبرخې ده چې دې برخې ته يې هم بايد پاملرنه وشي.
مسوولین وايي، پلان لري چې یاد سړک به راتلونکي کې په اساسي ډول جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP