Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۳۴ نور مخابراتي سایټونه جوړېږي

غزني ښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ ): د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وایي چې په غزني ولایت د مخابراتي ستونزو د کمولو په موخه ۳۴ نور مخابراتي سایټونه هم جوړېږي.

دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني غزني ولایت ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې وکړې.

ده وویل چې د غزني لپاره ۳۴ نور مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي، قراردادونه یې ترسره شوي او ډېر ژر به یې د جوړېدو عملي چارې پيل شي.

هغه دا هم وویل چې د مسافرو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د غزني – زابل پر لویه لار هم د درېیو مخابراتي سایټونو جوړول په پام کې نیول شوي دي.

د حقاني په وینا، هڅه کوي چې تر خپلې وسې خلکو ته مخابراتي او انټرنېټي خدمات وړاندې کړي.

دغه راز، د غزني مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي طیب احمد پژواک ته وویل چې له یادو ۳۴ سایټونو څخه ۳۱ یې د غزني په مرکز او ۱۸ ولسواليو کې او پاتې درې یې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه: «په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د تخنیکي ستونزو له کبله خدمات کمزوري دي خو د نوو سایټونو په جوړېدو سره به تر ډېره ستونزې را کمې شي، د کیفیت، انټرنېټ او مکالماتي برخو کې به ښه خدمات وړاندي شي.»

بل لورته، د دغه ولایت اوسېدونکي د یادو سایټونو جوړېدو ته خوښ دي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمدنبي پژواک ته وویل چې په اوسني وخت کې د اړیکو او سوداګریزو راکړې ورکړې لپاره د مخابراتي خدمتونو شتون ډېر مهم دی.

هغه وايي، دا مهال په غزني کې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې ډېر دي خو د نوو سایټونو په جوړېدو سره به دا ستونزې کمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې دا مهال څلور خصوصي او یوه دولتي مخابراتي شبکه فعالیت لري خو بیا هم د دغه ولایت د ځینو سیمو اوسېدونکي هېڅ مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.