کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند – چې د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو په ذخیره کولو سره به شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه او ۱.۲ میګاواټه برېښنا به تولید کړي – نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ګټې اخېستنې ته د دغه بند د سپارلو په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي، اداري او سیاسي مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل چې اوس په نړۍوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.
هغه زیاته کړه: «له بدهمرغه پر افغانستان د تحمیل شوو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې امله د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.»
د ده په وینا، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدېریت ته جدي پاملرنه کړې او په همدې موخه یې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پاتې چارې بشپړې او نن یې هېوادوالو ته د څښاک پاکو او همدا راز د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه ګټې اخېستنې ته سپاري.
هغه زیاته کړه چې د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ډېرو بزګرانو ته د ځمکو خړوبولو په موخه اوبه برابرې شي، د برېښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د دې او نورو پروژو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسوولیت په سمه توګه اداء کړي.
د ریاستالوزرا د اقتصادی معاونیت د معلوماتو له مخې، د شاه او عروس بند د ۷۸ متره په لوړوالي سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ۱.۲ میګاواټه برېښنا به هم تولید کړي.