غزنيښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز او جاغوري ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د جاغوري ولسوالۍ اړوند په غجور بازار کې دوو موټرو ټکر کړی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.
هغه دغه راز وايي چې دویمه پېښه تېره شپه ناوخته د مرکز اړوند د روضي کوتل سیمه کې د یوه باروړونکي او کاسټر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې هم درې کسان ټپیان شوي دي.
سرحدي وویل، د لویو لارو ساتونکو له لوري د یادو پېښو ټپیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول یاد کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP