Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – بامیان لویه لار د میدان‌وردګو ولایت مربوطاتو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د کابل - بامیان لار د دغه ولایت د اوني کوتل سیمه کې د ډېرې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار د جلرېز ولسوالۍ اړوند د اوني کوتل سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له امله له تېري شپې راهیسې تړل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې اړوند مسوولین هڅه کوي چې دغه لار بېرته خلاصه کړي.

د کابل – بامیان لارې یوه مسافر عبدالصبور پژواک ته وویل چې د اوني کوتل سیمه کې سخته واوره شوې او لار د مسافرو او ترافیکو پر مخ تړل شړې ده.

هغه زیاته کړه چې دواړو لورو ته مسافر بند پاتې دي، حکومتي مسوولین باید هر څو ژر دغه لار بېرته خلاصه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترانسپورټ وزارت د هواپېژندني څانګې په راتلونکو درېیو ورځو کې نږدې په ټول هېواد د ورښت اټکل کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.