زرنج (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نشې د څه باندې ۸۰۰ زره ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.
د نیمروز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع ریحان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په لړ کې د ۸۰۹ زره او ۱۰۲ میټادون ټابلېټونو، د ۲۸۱۶ ټراماډول ټابلېټونو، د ۲۲۰ بوتله د میټاډون او ۲۳ بوتلونو زیکپ شربتو د قاچاق مخه نیولې ده.
هغه وایي چې دغه نشهیي درمل د پاکستان له سرحدي سیمې په غیرقانوني ډول نیمروز ته وارد او دلته په یوه موټر کې ځای پر خای شوي وو.
د هغه په خبره، یاد توکي هغه مهال کشف شول چې یاد موټر د نیمروز له ترمینله د هرات پر لور حرکت کاوه.
د نیمروز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر ویلي چې په دې تړاو درې کسان نیول شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP