Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني آب‌بند ولسوالۍ کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳): غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت آب‌بند ولسوالۍ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه.

د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت آب بند ولسوالۍ اوشلان سیمه کې د شپږ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه، یاده شبکه کې د ۱۱۰ مترو په ژوروالي چاه، د پاکو اوبو یوه ذخیره، د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۵ سولر تختو او ۲۶۱ شیردهنونو نصبول شامل دي چې شاوخوا زر کسان به ترې ګټه پورته کړي.

هغه وویل، موخه یې له دې پروژې څخه په کلیوالي سیمو کې روغتیا پالنه او چاپېریال ساتنه ده، او له ځايي اوسېدونکو یې وغوښتل چې د دې شبکې په ساتنه کې همکاري وکړي.

ورته مهال، د یادې سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګندوي او له حکومته د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه هم کوي.

د اوشلان کلي یوه اوسېدونکي جان‌خان پژواک ته وویل، له دې مخکې د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو برابرلو برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ وو.

هغه وویل، د یونیسف دفتر له لوري د څښاک پاکو اوبو شبکې له جوړېدو سره د لسګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه هواره شوه.

نوموړي وویل چې د دوی سیمه شاوخوا ۶۰۰ کوره لري چې دا بسنه نه کوي او باید د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې نوري هم جوړې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.