Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳): کندهار ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رییس شېرباز کمین‌زاده نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاد نندارتون له صنعت او سوادګرۍ وزارت سره په همغږۍ،  کندهار کې د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت، د کندهار د صنایعو او کانونو خونې او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی دی.

دی وایي چې په دغه نندارتون کې د ۱۵۰ شرکتونو تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.

ده وویل: «موږ په نورو ولایتونو کې هم د ورته نندارتونونو پلان لرو، دا د وطني تولیداتو او محصولاتو لپاره ډېر ګټور دي نه یوازې وطن کې، بلکې له هېواده بهر هم د وطني تولیداتو پر بازار ښه اغېز لري، موږ اوس په هېواد کې د ۱۳۷ سکټورونو په برخه کې په ځان بسیا شوي یو چې دا لوی پرمختګ دی.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، ‎نندارتون د اړیکو تر ټولو یو ښه مرکز دی چې سوداګر او عام خلک له یو بل سره ویني او اړیکي سره پیدا کوي.

یو صنعتکار عطا محمد په دې اړه وايي: «دغه ډول نندارتونونه تر ډېرو اعلاناتو ښه او ګټور دي، پخوا ډېر جوړېدل خو اوس ډېر محدود شوي دي نو زموږ غوښتنه دا ده چې زیات شي تر څو خلک له خپلو تولیداتو خبر شي.»

یو بل صنعتکار زلمی بهادري هم وایي، له خصوصي سکتور سره د دولت همکاري ډېره مهمه ده چې په هغو کې یو هم د نندارتونونو جوړېدل دي چې باید زیات شي.

د هغه په خبره په هېواد کې ډېری تولیدات شته چې تر بهرنیو ډېر ښه کیفیت لري خو خلک ډېر ترې خبر نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.