Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ د یوې قضیې په تړاو محکمې ته حاضر شي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په لسمه یوې فلمي ستوري ته د هغې د چوپ کولو په موخه د پیسو ورکولو له امله محکمې ته حاضر شي.

رویټرز راپور ورکړی چې یو قاضي د امریکا په نیویارک ایالت کې اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ به د تحلیف له مراسمو لس ورځې مخکې محاکمه شي.

راپور کې راغلي، یاد محکومیت کې به زندان یا نغدي جریمه نه وي، په حضوري یا انلاین توګه به محکمې ته حاضر شي.

د ټرمپ ویاند استیون چونګ په یوې بیانیه کې ویلي: «یاده قانون‌ماتوونکې قضیه باید هیڅ نه مطرح کېدای او د اساسي قانون له مخې باید دا قضیه ژر تر ژره رد شي.»

راپور کې دغه‌راز راغلي، د ټرمپ د دفاع وکیلانو استدالال کړی و چې د هغه د ولسمشرۍ په دوران کې به د یادې قضیې دوام د هېواد په اداره کې د هغه وړتیاوو ته زیان ورسوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.