Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، باکو له کابل سره د سیاسي تعامل پر پراختیا ټينګار کړی، د خوست علي‌شېر ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز ټينګار کړی، خو م.م یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ځايي سرچینه: خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته درېدلې
  • اسلام‌اباد پر فرضي کرښه د تاوتریخوالي سربېره له کابل سره ښې اړیکې غواړي
  • د بدخشان امنیه قوماندان واخان ته د پاکستاني پوځیانو د رسېدو راپورونه رد کړل
  • پوتین د ترهګرو ډلو د فعالیت د لنډمهال بندېدو قانون لاسلیک کړ
  • باکو له کابل سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري
  • د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په موسسو کې د مېرمنو د کار پر بندیز ټينګار وکړ؛ م.م یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

تېره اونۍ، د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي وو چې شيخ زاید روغتون ته څېرمه پر سړک چاودنه شوې چې له امله یې څلور عام وګړي سرسري ټپیان شوي دي.

دغه راز، د پروان امنیې قوماندانۍ ویلي، د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او پر دغه قتل د تورن کس له کوره د نظامي تجهیزاتو د کشف او ضبط خبر ورکوي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له پاکستان سره بيا نښته

تېره اونۍ، يوې ځايي حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وړمه شپه شاوخوا یوه نیمه بجه پاکستاني ځواکونو د علیشېرو ولسوالۍ ډابګي سیمې ته هاوانونه راتوغولي چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو سره نښته رامنځته شوه.

سرچینې ویلي چې افغان لوري ته هيڅ زیان نه دی رسېدلی او اوس وضعیت ارام دی خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

وړمه اونۍ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، د هېواد د سوېل‌ختيځ له استقامته د فرضي کرښې هغه خوا په څو نکتو کې «د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت‌کوونکو پټنځايونه او مرکزونه انتقاماً» تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.

هغه مهال د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښمن دی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي وو چې له زغمه کار واخلي او هڅه وکړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، دغه هېواد پر ډیپلوماسۍ باور لري او له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي.

د پاکستان له لوري پر افغان چارواکو د پيسو د غوښتنې ادعا او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو د افغانستان نورو لرو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» د انتقالولو لپاره له اسلام‌اباده د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې وه.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع د وزیر یادو څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه غږیز کلېپ کې ویلي: «موږ دا ادعا ردوو، اسلامي امارت له پاکستانه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، د تاسف ځای دی چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکي نه پوهېږو د کومو موخو لپاره دغسې ادعاوې کوي.»

واخان ته د پاکستاني پوځیانو د رسېدو د راپورونو رد

تېره اونۍ، ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني پوځیانو د بدخشان د واخان ولسوالۍ ځینې ستراټیژيکې سیمې نیولې دي.

خو د بدخشان امنیه قومندان عزیزالله عمر وایي، په واخان دهلېز کې دفاعي او امنیتي ځواکونه مېشت دي او تر دې مهاله د پاکستاني ځواکونو له لوري په دې سیمه کې هيڅ ډول خوځښت نه دی لیدل شوی.

د بدخشان امنیه قوماندان ټینګار کړی، افغان امنیتي ځواکونه هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې ته ننوځي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ پر فرضي کرښه واخان دهلېز د هېواد یوه ستراټیژیکه سیمه ده چې افغانستان له چین او تاجکستان سره نښلوي.

د پوتین له لوري د ترهګرو ډلو د فعالیت د لنډمهاله بندېدو قانون لاسلیک

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړی چې د دغه هېواد د ترهګرو په نوملړ کې د شاملو سازمانونو د فعالیتونو بندېدو ته په لنډمهاله توګه زمینه برابروي.

تر دې وړاندې د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړی و چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو زمینه برابروي.

له کابل سره د سیاسي تعامل پراختیا ته د باکو لېوالتیا

تېره اونۍ، په کابل کې د اذربایجان سفیر سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی.

سرچینې زیاته کړې، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه ده.

په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او په تړاو یې غبرګون

د افغانستان د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له نادولتي کورنيو او بهرنیو موسسو غوښتي چې په یادو موسساتو کې د ښځو کار د توقف په اړه صادر شوی مکتوب په پام کې ونيسي او د تخلف په صورت کې به یې د فعالیت جوازونه لغو کړي.

د اقتصاد وزارت د ۱۴۰۱ د مرغومي مياشتې په درېیمه ټولو کورنيو او بهرنيو نادولتي موسسو ته سپارښتنه کړې وه چې د ټولو هغو مېرمنو دندې چې له دوی سره کار کوي تر دویم امر پورې وځنډوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره، د ښځو په تړاو پر خپلو فرمانونو غور وکړي.

هغې ویلي، په دغو بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز به بشري مرستو ته د خلکو پر لاسرسي مستقیمې اغېزې ولري.

د یادونې ده، تېره اونۍ جنوبي کوریا له افغانستان سره  پنځه میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.