Language

کابل ښار کې د ځینو خوراکي توکو بیې ټیټې شوي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳): کابل ښار کې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د قزاقي اوړو، غوړیو او بورې بیې ټیټې خو د سرو‌زرو بیې لوړې شوې دي.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د ‎تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۳۵۰ افغانیو ته، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۴۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د سالنګ لارې پرانیستل کېدو او د وارداتو ډېرېدو له امله په کابل ښار کې د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.

خو سرچینه وايي، نن د تېرو اووه ورځو په څېر ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د‎ یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۸۵۰ څخه ۴۹۰۰ افغانۍ ‎او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۸۵۰ څخه ۳۹۰۰  افغانیو ته لوړه شوې ده. ‎

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سر‌و‌زرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۵۹ افغانۍ ده.

دغه‌ راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمد‌شریف وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۸مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.