Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: چین دې په عصري وسایلو د روغتونونو سمبالولو برخه کې همکاري وکړي

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): د رياست‌الوزراء اداري مرستیال د چین له سفیر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد او په عصري وسایلو د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د سمبالولو برخو کې همکاري وکړي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د چين له سفیر جاو شېنګ او ورسره پلاوي سره وکتل.

د چین سفیر په دغه ليدنه کې ویلي، ‎د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړيکو اويا کاله پوره کېږي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.

ارګ لیکلي، د چين سفير د ګاونډيو هېوادونو لخوا اخراج شوو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو استخراج لپاره د خپل هيواد تياری وښود او ویې ويل، له افغانستان سره به د چین همکاري دوام ولري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د چین له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې.

حنفي هیله څرګنده کړې چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هېوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.

د ریاست‌الوزار اداري مرستیال د چین له سفیره غوښتي چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينرۍ د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې همکاري وکړي.

حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي چې له افغانستان سره نېکې اړيکې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.