Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ اړوند ۳۳ پروژې بشپړې شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۵ مرغومي ۱۴۰۳): لوګر ولایت کې د ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د کرنې او مالدارۍ برخو کې ۳۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک ته وویل، یادې پروژې د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له لوري د تېرو لسو میاشتو په موده کې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړه: «دغه پروژې د کرنې، مالدارۍ، اوبو د مدیریت برخه کې د څه باندې ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت پلي شوي چې په کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرو وېشل، د غنمو، جوارو، زعفران او هنګ د بېلابېل ډولونو آزمویښتي کښت او وېشل، د بادامو په شمول د یو شمېر نورو میوو د نوي باغونو جوړول، د کانالونو پاک کاري او اساسي جوړول او یو شمېر نورې مهمې پروژې شامل دي.»

د شاهد په وینا، د مالدارۍ برخه کې د چرګانو کوچني فارمونو وېشل، د بېلابېلو واکسینونو تطبیقول، د وړیو صنعت ترویجول، څاروي لرونکو کسانو ته د لبنیاتو د تولید او پروسس اړوند توکي وېشل او یو شمېر نورې پروژې هم په کې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، له یادو پروژو څخه په مستقیمه بڼه ۱۱ زره بزګرانو، مالدارو او عامو خلکو ته ګټه رسیدلې او په غیرې مستقیمه بڼه شاوخوا ۳۰ زره کسان ترې برخمن شوې دي.

بلخوا د لوګر یوه بزګر روح الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې لسګونه بیلابیلې پروژې بشپړې شوې  دي.

نوموړي له کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ پرمختګ لپاره ورته پروژې نورې هم پلې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.